د پروګرام مراحل
د بهرنیانو لپاره راجستر کې د راجستر کیدو غوښتنه وکړئ
که تاسو د بروکسل د ښاروالۍ د بهرنیانو په راجستر کې ثبت شوي یاست، نو اړونده ښاروالۍ به ارزونه وکړي چې آیا تاسو باید د ادغام پروګرام تعقیب کړئ که نه
د ښاروالۍ لخوا څیړنه
دوی به وګوري چې ایا تاسو د دریو قانوني شرایطو پراساس د هدف ګروپ سره تړاو لرئ او ایا تاسو د ملي راجستر سره سم د معافیت لپاره وړ یاست که څنګه.
د معلوماتو د بروشور او سند صادرول
که چېرې مالومه شي چې تاسو باید دا کار ترسره کړئ، ښاروالۍ به په بروکسل کې د نویو راغلو کسانو لپاره د ادغام پروګرام د تعقیبولو لپاره د معلوماتو بروشر او د مکلفیت سند صادر کړي.
په BON یا BAPA کې د راجستر کېدو وروستی 6 میاشتنی ضرب العجل
تاسو باید د سند ترلاسه کولو وروسته په شپږو میاشتو کې په بن (BON) یا BAPA کې نوم لیکنه وکړئ. BON یا BAPA به د نوم لیکنې یا ثبت نام سند صادر کړي.
د ادغام پروګرام بشپړولو لپاره د 18 میاشتو ضرب الاجل.
تاسو باید له نوم لیکنې وروسته په 18 میاشتو کې د ننه د ادغام پروګرام بشپړ کړی وي. بن (BON) یا BAPA به د پروګرام بشپړولو سند صادر کړي.
تاسو باید د هغې ښاروالۍ لخوا تمویل شئ چې تاسو پکې اوسیږئ د نوم لیکنې او پروګرام څخه د فراغت سندونه ترلاسه کوئ. دا کار د BON یا BAPA له لارې ترسره کیدی شي، په حضوري دول د ښاروالۍ په دفترونو کې یا د بریښنالیک له لارې. ستاسو د ښاروالۍ بریښنالیک د مکلفیت په سند کې موندل کیدی شي.